د اکرایین ولسمشر پټرو پروشینکو هغه قانون لاسلیک کړی چې له مخې یې بهرني اتباع کولی شي؛ د دغه هېواد په وسله والو ځواکونو کې دنده ترسره کړي.
دغه طرح د اکتوبر پر ۶ نېټه په کیف کې د پارلمان له خوا تصویب شوه. دغه قانون بهرنیو اتباعو ته یو قانوني امکان برابروي چې د قرارداد له مخې به د اوکرایین له وسله والو پوځونو او نورو پوځي تشکیلاتو کې دنده ترسره کړي.
د ولسمشر پروشینکو له دفتر څخه په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې په دې قانون سره به د اوکرایین د پوځ محاربوي ظرفیتونه لوړ شي.
په اعلامیې کې دا هم راغلي چې په پوځ کې د بهرنیو اتباعو په ورګډېدلو سره به د اجباري عسکر نیولو کچه هم راکمه شي. دغه کار د اوکرایین په ختیځ کې د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو په وړاندې د جنګېدو لپاره ترسره کیږي.