د بې پولې ډاکترانو ډلې مشره وايي؛ نړیوالې ټولنې په کندز کې پر یوه روغتون د بمبارۍ د بې پرې او پراخو تحقیقاتو په اړه د دوی غوښتنه له پامه غورځولې ده.
د بې پولې ډاکترانو ډلې مشره وايي؛ په کندز کې د دوی پر یوه روغتون د امریکايي ځواکونو بمباري ښايي یو جنګي جنایت وبلل شي.
"جو وان لیو" له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي؛ دوی له شاوخوا ۷۶ هېوادونو وغوښتل چې د دې پېښې په اړه د بې پرې پلټنو لپاره دې د بې پولې ډاکټرانو د غوښتنې ملاتړ وکړي؛ خو د نوموړې په وینا؛ نړۍ دا غوښتنه له پامه وغورځوله.
د بې پولې ډاکټرانو ډلې مشره وايي؛ د کندز د روغتون پر پېښې چې د دوی د ۱۳ ډاکټرانو او طبي کارکوونکو په ګډون ۳۰ کسان په کې ووژل شوو؛ د نړېوالې ټولنې چوپتیا له خجالت څخه ډک عمل دی.
مېرمن لیو وايي دوی د روغتون موقعیت او فعالیت له ټولو اړخونو سره همغږی کړی و؛ دا روغتون له څلورو کلونو راهیسې فعال و او په هغه شپه چې بمباري پرې وشوه؛ په کندز ښار کې یوازینۍ ودانۍ وه چې روښانه وه او پر چت يې د بې پولې ډاکترانو لوګو لګېدلې وه.
د بې پولې ډاکترانو مشره وايي؛ پر روغتون له لومړي برید وروسته دوی یو ځل بیا ټولو اړخونو ته یقیني کړه چې دا ودانۍ روغتون دی؛ خو بیا هم پرې بمباري روانه وه.
نوموړې دا رد کړه چې ګواکې طالبانو له دغه روغتون څخه د سنګر په توګه کار اخیسته.
که څه هم یو شمېر ځانګړو امریکايي ځواکونو چې پر دغه روغتون يې د هوايي برید غوښتنه کړې وه؛ ادعا لري چې طالبانو په روغتون کې ځای نیولی و؛ خو د امریکا حکومت وايي، دا پېښه څېړي.
د امریکا متحده ایالاتو په کندز کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د دوی د هوايي ځواک د برید له امله بخښنه غوښتې ده او د دفاع وزارت (پنټاګون) وايي؛ د دې پېښې د څرنګوالي او حقیقت د معلومولو لپاره څو اړخیزې پلټنې روانې دي.