طالب وسله‎والو په افغانستان کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ سنګسار کړه

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د غور ولایت په فېروز کوه سیمه کې کابو یوه اوونۍ وړاندې وسله‎والو طالبانو یوه نجلۍ سنګسار کړه. په سیمه کې پولیس وايي چې دا نجلۍ رخشانه نومېده او له یوه هلک سره د واده په نیت له کوره تښتېدلې وه. افغان حکومت د طالب وسله‎والو دغه عمل په کلکه غندلی.