امریکا او جنوبي کوریا د شمالي کوریا د ګواښ پرضد په خپلو کې دفاعي همکارۍ زیاتوي

د امریکا متحدو ایالتونو او جنوبي کوریا ژمنه کړې چې د شمالي کوریا د ګواښ پر وړاندې به په خپل منځ کې دفاعي همکارۍ زیاتې کړي.

د امریکا دفاع وزیر اشټن کارتر پرون په سیول کې د جنوبي کوریا له دفاع وزیر "هان مین کو" سره وکتل.

دواړو دفاع وزیرانو د شمالي کوریا وروستی اعلان غندلی چې ویلي یې دي؛ په پام کې لري، د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو یا هم د اټومي وسلو ازمیښت کوي.

کارتر شمالي کوریا یونژدې، خطرناکه او دومداره ګواښ وباله.

هغه زیاته کړه، متحده ایالات او جنوبي کوریا به د دغو ګواښونو په وړاندې د اقداماتو؛ تیاریو او همکاریو لپاره پرمختلفو لارو چارو کار وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو شاوخوا اته ویشت نیم زره سرتیري په جنوبي کوریا کې دېره دي. نننۍ خبرې د دواړو متحدینو ترمنځ د دفاع د وزیرانو په سطحه د کلنیو خبرو وروستی پړاو دی.