چین خپل جوړه کړې لویه مسافر وړنکې الوتکه نندارې ته وړاندې کړه

د چینایانو له لوري لومړنۍ جوړه شوې لویه مسافر وړونکې الوتکه په شانګهای کې نندارې ته وړاندې شوه.

دا الوتکه چې دوه ماشینونه لري او د چین دولتي فابریکې جوړه کړې؛ نن په یو لړ مراسمو کې وښودل شوه.

په دې C۹۱۹ ډوله الوتکه کې ۱۶۸ تنه سپرلي ځایېدای شي.

ټاکل شوې ده چې دا الوتکه راتلونکی کال الوتنې وکړي او د هوايي خدماتو لپاره تر ۲۰۱۹ کال پورې چمتو شي.

چین غواړي چې خپل هوايي صنعت وغوړوي او له بوینګ او اییربس شرکتونو سره سیالي وکړي.

د چین د دې الوتکې اکثره وسایل؛ ماشین او پرزې لوېدیځو کمپنیو جوړې کړي دي.