په کندهار ولایت کې د مېرمنو لپاره د مریم درانۍ فعالیتونه

په روانه خپرونه کې په کندهار ولایت کې له یوې فعالې میرمنې سره غږېدلي یو چې په دې ولایت کې د ښځو لپاره په بېلابېلو برخو کې کار او فعالیت کوي؛ د همدغو فعالیتونو په خاطر یې په نړېواله کچه جایزې هم ترلاسه کړي دي.

مریم درانۍ د مهاجرت په دوران کې په ایران کې زیږیدلې ده؛ خو پلرنی ټاټوبی یې کندهار دی، تر دولسم ټولګي پورې یې په ایران کې زده کړې کړي دي.

په ۱۳۸۲کال کې افغانستان ته راغله او په کندهار ولایت کې د ښځو د زده کړو او ظرفیتونو د لوړولو په برخو کې کار او فعالیت شروع کړ؛ په لومړیو وختونو کې په یوه ښوونځي کې د دوو کلونو لپاره ښوونکې وه؛ وروسته بیا د کندهار ولایتي شورا ته بریالۍ شوه؛ په افغان امریکایي پوهنتون کې د اقتصاد په برخه کې تر زده کړو وروسته په آنلاین ډول د حقوقو په رشته کې هم خپلو زده کړو ته ادامه ورکړې ده.

مریم درانۍ په کندهار ولایت کې د مېرمنو لپاره د خدیجه الکبری په نوم یوه ټولنه جوړه کړې ده چې مېرمنو ته په مختلفو برخو کې مسلکي زده کړې ورکوي؛ انګلیسي او کمپیوتر ورزده کوي؛ د راډیو له لارې یې غږ اوچتوي او د انټرنټ په وسیله یې له نورې نړۍ سره اشنا کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ: په کندهار ولایت کې د مېرمنو لپاره د مریم درانۍ فعالیتونه

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ