جان کري او د ازبکستان ولسمشر د افغانستان او منځنۍ اسیا د امنیت په اړه خبرې وکړې

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د اسلامي دولت او نورو افراطي ډلو پرضد د امریکا له خوا د مبارزې د دوام ډاډ ورکړی.

جان کري له ولسمشر اسلام کریموف سره په لرغوني ښار سمرقند کې د کتنې پرمهال وویل چې دی د افغانستان د امنیت په برخه کې د منځنۍ د هېوادونو په اندېښنو کې ځان شریک بولي او په هغو ستونزو خبر دی چې د افراطي ډلو؛ په تېره د اسلامي دولت ډلې او القاعده شبکې پرضد د مبارزې په وړاندې شته.

کري منځنۍ آسیا ته د څلور ورځني سفر په ترڅ کې د دې سیمې د پنځو هېوادونو- ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغیزستان او قزاقستان د بهرنیوچارو له وزیرانو سره د غونډې په حاشیه کې له کریموف سره وکتل.

د دې غونډې هدف د افراطي اسلامپالو پرضد د واشنګټن له خوا د مبارزې د دوام ډاډ بلل شوی.