د ترکیې د عدالت او پرمختګ ګوند پارلماني انتخابات وګټل

د ترکیې د عدالت او پرمختګ حاکم ګوند په پرونیو انتخاباتو کې د اکثریت رایو په ګټلو سره د پارلمان کنټرول په لاس کې واخیست.

د ترکیې صدراعظم احمدداود اوغلو پروني انتخاباتو د خپل ګوند د بریا ورځ وبلله. په سلو کې د ۹۷ رایو له شمېرنې وروسته د عدالت او پرمختګ ګوند په سلو کې د ۴۹،۴ رایو په خپلولو سره د ترکیې د پارلماني انتخاباتو ګټونکی اعلان شو.

عدالت او پرمختګ ګوند د ترکیې د پارلمان له پنځه سوه او پنځوس څوکیو څخه درې سوه او پنځلس څوکۍ خپلې کړې چې د یو ګوندیز حکومت د جوړولو لپاره کافي دي.

په مخکینیو نظرپوښتنو کې اټکل شوی و چې د عدالت او پرمختګ ګوند ښايي په سلو کې څلوېښت رایې وګټي.

دا په پنځو میاشتو کې د ترکیې د پارلماني انتخاباتو دوهم پړاو و او وروسته له هغه ترسره شول چې د ولسمشر اردوغان اسلامپال ګوند په لومړي پړاو کې د پارلمان د اکثریت څوکیو په ګټلو بریالی نشو.

د کردستان د خلکو د ډیموکراټیک ګوند پلويانو چې په پارلمان کې د څوکیو د ترلاسه کولو لپاره لازمې په سلو کې لس رایې یې ګټلي؛ د انتخاباتو نتایج خواشینوونکي بللي.

پرون ماښام د مقدماتي نتایجو له اعلان وروسته په جنوب ختیځ کرد مېشتي ښار دیارباقر کې خلکو د اعتراض لپاره د کثافاتو بېرلونو ته اور واچاوه او پولیس یې په ډبرو وویشتل. پولیسو د خلکو د تیت او پرک کولو لپاره د اوبو شیندلو له ماشینونو څخه کار واخیست.

له بلې خوا جمهوري غوښتونکي ګوند چې د اپوزیسیون اصلي ډله ده؛ د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو احتمال رد کړی دی.