لویه څارنوالۍ په لوېدیځ زون کې پر زنداني ښځو د جنسي تېري رپوټ څېړي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې ډېر ژر به د هېواد لوېدیځ زون ته خپل یو پلاوی واستوي؛ ترڅو په دغه زون کې پر یو شمېر زنداني ښځو باندې د ځینو څارنوالانو له خوا د جنسي تېري د رپوټ څېړنه وکړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند محمد اصف فیاض نن په کابل کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې لویه څارنوالۍ به د ټاکل شوي پلاوي تر څېړنو وروسته خپل تصمیم ونیسي.

ښاغلي فیاض زیاته کړه، که چېرې دا رپوټ وا قعیت ثابت شي؛ نو عاملین به یې د افغان حکومت له خوا په اشد مجازات محکوم شي.

"لویه څارنوالي دې ته ژمنه ده؛ که چېرې خدای مه کړه د راپور نتیجه مثبته وي؛ نو عاملین به یې په قانون کې د ټاکل شوي حد له مخې مجازات شي."

نوموړي زیاته کړه چېرې د یاد راپور نتیجه منفي معلومه شي؛ نو د هغې ادارې سره چې یاد راپور یې خپور کړی قانوني چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د حقوق او عدالت ټولنیز بنسټ یو راپور خپور کړ چې په کي راغلی وو چې د لوېدیځ زون په څلورو ولایتونو کې د یو شمېر څارنوالانو او قاضیانو له خوا پر ۳۵ ښځیه زندانیانو باندې جنسي تېری شوی دی.