چین په افغانستان کې د هستوګنې لس زره اپارتمانونه جوړوي

د افغانستان د ښاري پراختیا وزارت وايي؛ چین ژمنه کړې چې د خپلو بلاعوضه مرستو له لارې به په افغانستان کې د هستوګنې لس زره اپارتمانونه جوړ کړي.

د دغه وزارت د مطبوعاتي چارو سلاکار عزیز ابراهیمي نن ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې یاد اپارتمانونه به تر جوړېدو وروسته هغو دولتي مامورینو ته چې کورونه نه لري؛ په بېلابېلو قسطونو کې ورکړل شي:

"دا یوه بلاعوضه مرسته ده، دا اپارتمانونه به په راتلونکو درېیو کلونو کې په کابل او ځینو نورو ښارونو کې جوړ شي دا د ملي وحدت حکومت له لویو لاسته راوړنو څخه ده."

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه چې د دغو اپارتمانونو د کار پیل او ویش به چین ته د ښاري پراختیا د وزیر تر سفر وروسته روښانه شي.