ولسمشر غني د ملي پیوستون پروګرام د ملي وحدت سمبول وباله

افغان ولسمشر په هېواد کې د ملي پیوستون پروګرام رامځته کېدل د ملي وحدت حکومت یوه لویه لاسته راوړنه او د ملي وحدت سمبول وباله.

ولسمشر غني نن په کابل کې د کلیو د پراختیايي شوراګانو په پنځم ملي مشورتي کنفرانس کې وویل چې د ملي پیوستون له پروګرام څخه معلومیږي چې افغان حکومت خپلو کړو ژمنو ته ژمن دی.

ښاغلي غني زیاته کړه چې افغان حکومت به په ټولو کلیو کې د ملي پوستون پروګرام یو شانته پلي کړي.

ښاغلي غني په دې کانفرانس کې له خلکو وغوښتل چې په خپلو کلیو کې وسله والو مخالفینو ته ځای ورنه کړي.