پښتون ملتپال محمد افضل خان مړ شو

د خيبر پښتونخوا پښتون ملتپال مشر، د عوامي نيشنل ګوند غړى او د ډيورنډ کرښې تر ټولو لوى مخالف محمد افضل خان (خان لالا) د يکشنبې په ورځ د اسلام اباد په يوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.

محمد افضل خان چې د ١٩٣١م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا د غرنۍ سيمې سوات په دروشخېله کلي کې زيږېدلى و؛ د خپل ژوند زياته برخه په ملتپال سياست کې تېره کړې.

نوموړى د پښتنو د ملي مشر عبدالغفار باچا خان د عدم تشدد د نظريې لاروى؛ په لر او بر کې د افغان پښتون د قومي يووالي پر نظريې ولاړ و او تل به يې د سياست په هر ډګر؛ په هره غونډه او هر سيمينار کې د ډيورنډ کرښې په خلاف کلک دريځ درلود او د لرو او برو پښتنو د يووالي لپاره يې مبارزه کوله.

ليکوال او شاعر او د ارواښاد افضل خان پخواني سکرتر لايق زاده لايق له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ارواښاد د ژوند او مبارزې په اړه وويل؛ که څه هم افضل خان لالا د خپل سياسي ژوند په بهير کې د پاکستان په سترو دولتي رتبو دنده ترسره کړې؛ خو له خپل ملي مرامه نه دى اوښتى:

"افضل خان لالا د يو سړي نه بلکې د يو تحريک نوم دى. هغه چې د خپل ژوند ابتداء‌ کړې ده او د شعور په درشل يې قدم ايښى دى؛ نو د پښتنو د يووالي لپاره يې عملي ګامونه پورته کړي دي. هغه په هر فورم باندې دا خپله کړې ده چې پښتانه بايد خپل ځان وګټي.

افضل خان لالا په ژوند کې څو ځله په سرکاري دندو پاتې شوى؛ وفافي او صوبايي وزير پاتې شوى دى؛ خو کله يې هم خپل دريځه او مرام نه دى پرېښى. افضل خان لالا نوي نسل ته دا پېغام ورکړى دى او دا يې ارمان او خواهش و چې پښتانه خپل ځان وپېژني، ځکه چې ترڅو پورې پښتانه دغه وحدت حاصل نه کړي؛ نو هغوى خپلې مسئلې نه شي حل کولاى.

باچا خان چې کومه خبره کړې وه، نو د هغې نه پس چې موږه ګورو، نو دا هغه اخري غږ و چې پښتنو ته رسېده."

پښتو ويکيپيډيا د ارواښاد افضل خان د زده کړو په اړه ليکي:

"ښاغلي محمد افضل خان لومړنۍ زده کړې د سوات د سيدو شريف په ودوديه ښوونځي کی کړي دي. لوړې زده کړې یې د پېښور په اسلاميه کالج کې د لېسانس سند لپاره د هنر او فنونو په برخه کې پيل کړې او ورپسې ېې د سياسي پوهنې په ډګر کې د ماسټرۍ بری ليک د لاهور له د ګورنمنټ کالج او همداراز يې د قانون پوهنې يا LLBسند د پېښور پوهنتون د حقوقو پوهنځي یعنې لا کالج څخه ترلاسه کړ."

د خيبر پښتونخوا ګڼ شمېر ملتپال سياستوال د اراښاد افضل خان مړينه د پښتنو د سياسي و ملي يووالي د مبارزې روان بهير ته زيان بولي.

په دغه ايالت کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ايالتي مشر مختيار يوسفزي ازادي راډيو ته په دې اړه وويل:

"افضل خان لالا د پښتنون د يووالي او وحدت لپاره يوه ډېره مبارزه کړې ده؛ البته دا خبره موږ ته پرته ده او زموږ چې کوم اتلان وو؛ د هغې ارمان پاتې شوې دى، که هغه باچا خان و، که خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزى و؛ که کاکا جي صنوبر حسين مومند و. دا يو حقيقت دى، دا د پښتنو ضرورت دى.

اوس چې افضل خان لالا وفات شوى دى، په دې موقع باندې پکار ده، چې موږه وعده د خپل قام سره تازه کړو، چې هغه ارمانونه چې زموږ دغو مشرانو نه پاتې دي، هغه ارمانونه سر ته ورسوو."

که څه هم ارواښاد افضل خان لالا د خپل سياسي ژوند په بهير کې د خپلې کوټلې او سوچه مفکورې او د پښتنو د يووالي د ارمان لهله امله څو ځله د پاکستانيو چارواکيو له خوا د زندان تورو تمبو ته اچول شوى، خو له خپل دريځ او مرامه يې لاس نه و اخيستى او دا مبارزه په ډاګه پرمخ وړله.

کله چې پر ٢٠٠٨م کال د وسله والو پاکستاني طالبانو پر سوات بريد وکړ او دا سيمه يې ونيوله، نو ارواښاد افضل خان ته د مرګ پر ګواښونو سربېره يې د هغه پلرنۍ مېنه هم وسېځله، چې له امله يې نوموړى خپلې سيمې پرېښودو ته اړ شو.

د يادونې وړ ده، چې په سوات کې د پاکستاني طالبانو د ولکې پر مهال پر ارواښاد افضل خان لالا پر بريدونو سربېره د هغه د کورنۍپرغړيو هم ډېر بريدونه وشول، چې ګڼ شمېر خپلوان يې پکې ووژل شول.

راپور: ذبيح شفق