د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون وایي؛ د سوریې د ولسمشر بشار الاسد پر سر اختلافات باید د سوریې د شخړو د هواري لپاره د نویو خبرو د لارې خنډ نه شي.
بان کي مون تېره ورځ خبریالانو ته وویل؛ د ویانا خبرو ته هیلمن دی، خو د سولې خبرې باید د یوه سړي د راتلونکي پر سر ونه درول شي.
د ملګرو ملتو سرمنشي زیاته کړه چې د ده په باور دا د سوریې د خلکو مربوط ده چې د ولسمشر اسد د راتلونکې په اړه څه پرېکړه کوي.
د سوریې په اړه په خبرو کې د ایران په ګډون چې د لومړي ځل لپاره برخه په کې اخلي؛ د اوولس هېوادونو ډیپلوماټانو برخه اخیستې ده.
د غونډې برخه وال پر دې سره ویشل شوې دي چې ځیني یې وایي؛ بشار الاسد دې ولسمشر وي او ځیني وایي چې هغه دې واک پریږدي.
روسیه او ایران د بشار الاسد ملاتړ کوي او واشنګتن له خپلو ملاتړیو سره ټینګار کوي چې بشار الاسد دې له جګړې وروسته حکومت کې برخه نه لري.