په مصر کې د غورځېدلې روسۍ الوتکې هېڅ یو مسافر ژوندی نه دی پاتې

مصري چارواکي وایي، د هغې روسي الوتکي چې په سینا ټاپو وزمه کې لویدلې؛ نن د سلو تنو مړي یې موندلي دي.

دغه الوتکه نن له ۲۲۴ سپرلیو سره د مصر په سینا کې لوېدلې ده.

د مصر د ملکي هوایې چلند اداره وایي؛ د الوتکي هېڅ یو مسافر ژوندی نه دی پاتې شوی. د مصر د کابینې د راپورونو سره سم په مسافرو کې درې اوکرایني وګړي او یو بیلاروسی شامل وو.

د روسیې ولسمشر د دغې پیښې له کبله د نومبر لومړۍ نېټه ملي ماتم اعلان کړی دی.

د روسیې د بېړنیو حالاتو او هم د ټرانسپورټ د وزیرانو په مشرۍ یو پلاوی د پېښې سیمې ته استول شوی دی.

تفصیل د فریبا ظاهر په راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

په مصر کې د غورځېدلې روسۍ الوتکې هېڅ یو مسافر ژوندی نه دی پاتې