په کابل کې د فرانسویانو روغتون د خپلو پراختیایي کارونو په دوام کې د پاخه عمر کسانو یا لویانو لپاره د زړه ناروغیو د درملنې څانګه پرانیستله.
د ماشومانو لپاره د فرانسوي روغتون چارواکي وايي چې په دغه نوي مرکز ۱.۷ میلیونه ډالره لګښت راغلی او هر کال به د شاوخوا ۵۵۰۰ د زړه ناروغانو د علاج وړتیا ولري.
په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې باور دی چې په هېواد کې دننه د داسې مرکز له جوړېدو سره به بهرنیو هېوادونو ته د افغان ناروغانو تګ کم شي.
دوی وايي، د زړه هغه عملیاتونه چې پخوا به په نورو هېوادونو کې ترسره کېدل اوس په خپله په افغانستان کې شوني دي.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال ډېری افغان ناروغان د درملنې لپاره ګاوندي هېواد پاکستان او یا هندوستان ته سفر کوي.