د ولسي جرګې دوهم مرستیال له امریکا غواړي چې د افغانستان په اړه پرخپله اوسنۍ تګلاره له سره غور وکړي.
نذیراحمد احمدزي نن ازادي راډیو ته وویل، افغانستان اوس د داعش په نوم له یوه نوي دښمن سره مخامخ دی او واشنګټن باید دا موضوع په پام کې ونیسي:(
د ولسي جرګې دوهم مرستیال دا غوښتنه په داسې وخت کې کړې چې د امریکا مخکښ جمهوري غوښتونکي سناتورجان مککن د افغانستان لپاره د ولسمشر اوباما پرستراتیژي انتقادونه کړي دي.