د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوي معلومات ښيي چې روسيې الوتکو په سوریه کې د ملکیانو په وژلو او د روغتونونو په نښه کولو سره هر اړخیز زیانونه رسولي دي.
د سوریې د بشري حقونو ډلو روسیه تورنه کړې ده چې په هوايې بریدونو کې يې ملکي وګړي وژلي دي.
روسيې بیا دا تورونه رد کړي دي او له ځینو لویدیځو هېوادونو يې غوښتي چې که په دې اړه اسناد لري نو مسکو ته دې وسپاري.
خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي وویل، دوي داسې شواهد لیدلي چې ښيي روسيې الوتکو پر یوه روغتون بمباري کړې ده.
بل لورته بیا د سره صلیب د نړېوالې ادارې یوه مسول د روسيې یوه تلویزون ته ویلي چې د دوي اداره د داسې کومې پیښې په اړه معلومات نه لري.