کونړ: په غازي اباد کې د القاعده د یوه قوماندان په ګډون دوه نور وسله وال هم وژل شوي

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په غازي اباد ولسوالۍ د نړېوالو ځواکونو په هوايي حمله کې د القاعده ډلې د یوه قوماندان بلال الطیب په ګډون دوه نور وسله وال وژل شوي دي.

د دې ولایت امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخیل نن ازادي راډیو ته وویل، چې یاد کسان تیره شپه اووه بجې د غازي اباد ولسوالۍ په رین درې سیمه کې وژل شوي دي.

تر دا مهاله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.