پخواني ولسمشرکرزي د جرمني له سفیر سره په ځینو مسایلو خبرې وکړې

د افغانستان پخواني جمهور رییس حامدکرزي د جرمني له سفیر سره په یو لړ دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې.

د ښاغلي کرزي دفتر نن په یوه بیان کې ویلي چې په نننۍ غونډه کې ښاغلي کرزي او د جرمني سفیر مارکوز پوتسل د افغانستان او جرمني د دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ د سیمې او نړۍ په یو شمېر مهمو مسایلو هم بحث وکړ.

ښاغلی کرزي له دې مخکې هم په ځینو مهمو سیاسي مسایلو باندې د بهرنیو هېوادونو له استازیو او سفیرانو سره کتلي او په یو شمېر غونډو کې یې برخه اخیستې ده.