د برښنا بیه په کیلو واټ کې پنځه پوله زیاته شوې

د افغانستان برښنا شرکت وایي چې په راتلونکي بل کې به د هرکیلو واټ برښنا بیه پنځه پوله زیاته شي.

د دې شرکت مسئولین وایي چې د برښنا په بیه کې دا کمه اندازه زیاتوالی د دې لپاره راغلي چې په تیروڅو میاشتو کې د ډالر بیه د افغانیو په وړاندې لوړه شوې ده.

خو عام خلک بیا د برښنا شرکت له دې اقدامه شکایت کوي او وایي چې برښنا شرکت باید په خپل دې اقدام له سره غور وکړي.

د افغانستان برښنا شرکت په داسې حال کې پرخلکو د برښنا بیه لوړوي چې په کابل او ولایتونو کې د دې برښنا پر کیفیت او د لینونو د غځولو پر غیرمعیاري توب تل انتقادونه کیږي.

د برښنا شرکت مسئولین وایي، دوی د وارداتي بریښنا د پلورلو تړون درې کاله وړاندې هغه مهال لاسلیک کړی وو، چې د ډالر بیه له پنځوسو افغانیو ښکته وه.

د دې شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغانیو په وړاندې د ډالرو د بیو لوړوالي دوی اړ کړل چې د بریښنا د لګښت بیه یوڅه اندازه زیاته کړي:"زموږ د برښنا خرید په ډالرو دی، هغه وخت کې ډالر اته څلویښت، اوه څلویښت او نهایتاً پنځوس افغانۍ وو، خو اوس څلور شپیته یا څلور شپیته نیمې افغانۍ دي، نو برښنا شرکت لپاره د دې د پوره کولو توان نشته، موږ وپتیله چې په راتلونکي بل کې له في کیلو واټ څخه پنځه پوله زیات واخلو، یعنې اوس في کیلو واټ برښنا دوه افغانۍ ده، راتلونکې کې به۲.۰۵ پوله وي."

د برښنا شرکت له دې اقدام سره د برښنا بیه په زر کیلو واټه کې پنځوس افغانۍ زیاتیږي.

دا په دې معنی چې که چا له دې وړاندې د زرکیلو واټه په بدل کې دوه زره افغانۍ ورکولې اوس به دوه زره او پنځوس افغانۍ ورکوي.

د برښنا شرکت مسئولین وایي، که چېرې په راتلونکي کې د ډالرو بیه بیرته راښکته کیږي نو دوی به د بریښنا بیه هم بیرته د کیلو واټ پر سر دوه افغانۍ کوي.

د افغانستان اوسنۍ برښنا ترډیره وارداتي ده چې د منځنۍ اسیا له ځینو هېوادونو څخه اخیستل شوې ده.

برښنا شرکت د برښنا د لګښت په نوو بیلونو کې هم د برښنا د بیې د زیاتوالي خبره کړې او له خلکو یې غوښتي چې د برښنا په لګښت کې احتیاط وکړي.

که څه هم د برښنا شرکت مسئولین د برښنا د بیو لوړیدل ډیرکم بولي، خو عام خلک بیا وایي یوشمېر بې وزله کسان د دې کمه اندازې پیسو د ورکولو توان هم نه لري.

د کابل څو اوسیدونکو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:"۱- خلک دومره توان نه لري چې د دوی بلونه ورکړي، نن سبا خلک خپله ډوډۍ نه شي پيدا کولای.

۲ - دا د برق مالیې دي چې ورځ تر بلې لوړیږي، موږ هغه پخوانۍ پیسې نه شوای ورکولای چې دوی د میټر پرسر پر موږ وضع کړې وه، ځکه فقر او بې وزلي ورځ تر بلې زیاتیږي، زموږ افغانان د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي، د ورځې سل افغانۍ نه شي پیدا کولای، نو نور ضرورتونه څنګه پوره کړي.

۳ - برښنا شرکت نه دا هیله لرم چې د افغانستان اوسني شرایط وګوري، د خلکو کار نشته او مصرف یې ډیر دی."

له دې وړاندې بیا حکومت د مبایل ټیلفونونو په کریډت کارتونو باندې لس فیصده مالیه وضع کړې چې دا اقدام د عامو خلکو له غبرګون سره مخ شو او ولسي جرګه د حکومت دغه طرحه رد کړه.

عام خلک شکایت کوي چې حکومت او خصوصي سکتور یوازې د خپلو عوایدو د راټولولو او زیاتولو په فکر کې دی ، د خلکو ستونزې یې په پامه غورځولي او د خدماتو کیفیت ته هم پام نه کوي.

راپور: اسدالله لودین