د م.م خاص استازي بیا افغانستان ته د همکاریو ډاډ ورکړ

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو خاص استازي یوځل بیا له دغه هېواد سره د یاد سازمان له همکاریو ډاډ ورکړ.

نیکولاس هایسم نن په کابل کې د یوناما له خوا د ملګروملتونو د همکاریو د یوه نندارتون پرمهال وویل چې ملګري ملتونه له لسګونو کلونه راهیسې له افغانستان سره همکاري کوي او هڅه کوي دا همکاري نوره هم پراخه شي.

د ملګروملتونو د مرستندویه دفتر یوناما له خوا په یاد نندارتون کې د ماین پاکولو، ښځو او بشري حقونو په برخو کې انځورونه نندارې ته وړاندې شوي دي.