د کونړ ولایتي شورا په دغه ولایت کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شویو سره ځانګړې شوې مرستې کمې بولي.
د دغې شورا مرستیال حاجي جماالدین بدر نن ازادي راډيو ته وویل چې جمهوري ریاست شپږمیلیونه افغانۍ د کونړلپاره ځانګړې کړي چې دا د اوښتو زیانونو او مرګژوبلو په نسبت ډېرې کمې دي.
په کونړ کې د دوشنبې ورځې د زلزلې له امله د زیاتو مالي تاوانونو ترڅنګ ۳۱ کسان وژل شوي او یو سل او شپږ نور ټپيان دي چې د ټولو ولایتونو په نسبت په دغه ولایت کې مرګژوبله زیاته ښودل شوې.
اخوا د بدخشان ولایتي شورا هم حکومت ګرم بولي چې له زیانمنو شویو سره یې لازمه مرسته نه ده کړې او د مرستې رسولو په برخه کې تېروتنه شوې ده.
د زلزلې له امله زیانمن شوي خلک په داسې حال کې د مرستو له نه رسیدو شکایت کوي چې بیړنیو حالاتو ته در سیدګي لپاره د دولت وزیر پرون ژمنه وکړه چې له زیانمنو شویو سره به د مرستې په خاطر هېڅ راز هڅه ونه سپموي.