نننۍ تاندې څانګې په دې اړه ده چې څنګه خپل جرءت لوړولی شئ؟ تاسې څنګه؟ ځان درته باجرءته ښکاري او که دا د ځينو غوندې بې جرءته یا بې زړه يئ؟
نو که تاسې هم د ځينو ځوانانو غوندې بې زړه یا کم جرءته يئ، ننۍ خپرونه د خپل جرءت د لوړولو چل درښيي.
د روانشناسانو له نظره بې جرءتي یا بې زړه توب هغه ستونزه ده چې عموماً په هغو ماشومانو کې له وړکتوبه راپېدا کیږي چې په کور کې په نه خبره وهل کیږي، ټکول کیږي، خبرو ته نه پرېښودل کیږي او که خبره کول غواړي هم نو په دې يې د مشرانو لخوا خبره په ستوني کې وروچيږي چې (ته لا ماشوم يې، وړوکی يې، نه پوهیږې).
ځينې کسان بریالي شي او په ځوانۍ کې دا مشکل له ځانه لرې کړي، ياني جرءت او پخپل ځان باور پېدا کړي، يا په عامه اصطلاح زړور شي خو ځينې بیا تر زړښته هماغسې بې جرءته یا کم جرءته پاتې شي. بیا نو څه وي؟ د دوو کسانو په مخکې خبرې کول ورته دار ته ختل ښکاري، له چا پوښتنه کول ورته قیامت ایسي او حتی د مشرانو تر څنګ په مزل کې يې پښې سره نښلي او قدم ترې غلطیږی.
سمیع الله هیوادمل د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصل دی، دی وايي په زړه کې مې ډيرې خبرې وي خو چې وار د خبرو راشي نو وار مې خطا شي. دی یوه خاطره راسره شریکوي چې د ډير بې زړه توب یا بې جرءتۍ له وجې يې په خوله کې لاړې وچې او غږ ورک و.
دوه ځوانان ذبیح الله ایمان او امین پاچا هغه څوک دي چې پخوا بې جرءته وو خو اوس يې پخپل ځان باور او اعتماد پيدا کړی او په زغرده خپله خبره کوي. ذبيح الله ایمان وايي چې د پوهنتون په لومړيو کلونو کې ډېر بې جرءته وم، خو ځینو غونډو ته لاړم، ویاندي مې پکې وکړه، له خلکو سره مې ناسته ولاړه وکړه او ورو ورو ښه شوم او جرءت مې پېدا کړ.
امین پاچا هم وايي چې کله پوهنتون ته راغلو نو د سيمینار د وړاندې کولو پر مهال به خصوصاً د خپلو ټولګیوالو نجونو پر وړاندې تر تاثیر لاندې راتلم، یاني بې جرءته کېدم به خو ورځې تر بلې مې جرءت په ځان کې وروزه او ښه شوم. دی وايي چې اوس هم ځینې ملګري لري چې په ټولګي کې د یوې موضوع د وړاندې کولو پر مهال يې پاڼه په لاس کې رپيږي او خبرې يې لړزيږي.
دوه پېغلې محصلانې ځلا او حلیمه بیا ځان په منځګړو کې حسابوي، چې نه ډير جرءت لري او نه ډيرې بې جرءته دي او دوی په دې نظر دي چې پر موضوع ناپوهي یا کمه مطالعه د بې جرءتۍ سبب کیږي. خو ذبيح الله ایمان بیا وايي چې زه به په زړه کې ښه پوهېدم خو د دې له کبله به مې خبره نشوه کولی چې ناسمه به وي، خو چې کله به بل چا هماغه خبره وکړه نو ځان سره به خواشينی شوم چې دا خبره خو زما په زړه کې هم وه، نو ولې ما مخکې ونه کړه.
ځکه خو ځوان روانشناس شرف الدین عظيمي وايي چې که غواړئ جرءت یا پخپل ځان باور پېدا کړئ نو هيڅ کله له سهوه کولو یا تېروتنې څخه مه ویريږئ، کامیابیو ته په ټيټ نظر مه ګورئ او له نورو سره مرسته کوئ. ښاغلی عظيمي وايي چې دا شعار خپل کړئ چې (سهوه زنده باد)
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصل فضل الحق طاهرزی پخپل ځان د اعتماد پيدا کولو په اړه د یو عالم (برين ټریسي) نظر راسره شریکوي او وايي چې د هغه د وینا له مخې یو څوک باید د وینا کولو پر مهال دا انديښنه له فکره وباسي چې ما ته مخاطب یا ناست کسان به زما په اړه څه فکر کوي؟ ځکه چې همدغه تشویش د دې سبب کیږي چې سړی پخپل ځان باور وبایلي او د نورو تر اغیز لاندې راشي یا بې جرءته شي.
ښاغلی طاهرزی همدا راز وايي چې د ځان په اړه مثبت فکره واوسئ او تل یوه ځای ته له چمتوالي سره ځئ، خصوصاً هغه ځای ته چې غواړئ د خلکو په مخکې خبرې او یا وینا وکړئ.
د ځوانانو په بې جرءتۍ یا بې زړه توب کې د هغوی کورنۍ مهم رول لري. دا خبره د کابل پوهنتون محصله لیمه ساحل کوي او وايي چې د کورنۍ هڅونه یا تشويق انسان ته پخپل ځان اعتماد او ډاډ وربخښي.
اکمل د کاپيسا دی، دی بیا ملګري او کورنۍ دواړه ملامتوي چې د تشويق او هڅونې پر ځای پر خپلو ملګرو او اولادونو ملنډې وهي او د هغوی زړه ورماتوي.
ښاغلی عظيمي له کورنیو هیله کوي چې خپلو ماشومانو ته دې ایډيال نه ټاکي بلکې هغوی دې پرېږدي چې پخپله ځان ته ایډيال وټاکي او له ځوانانو غواړي چې د خپل ايډيال موقف ته د رسېدو په هڅه کې دې د هغه د پېښو کولو پر ځای د هغه د کامیابۍ رازونه پيدا کړي، چې پر کومو لارو يې ځان خپل منزل ته رسولی دی.
(لوی بری له وړو پوړیو پېليږي) دا خبره هم ځوان روانشناس شرف الدین عظيمي هغو ځوانانو ته کوي چې غواړي په یوه ورځ ځان ورسوي. دی وايي چې بري ته د رسيدو لپاره د صبر او حوصلې تر څنګ د خطر منل یا د ده په اصطلاح رسک اخیستل په کار دي.
هو، که روان اوسو، حوصله ولرو، له پرځېدو او تېروتنو ونه وېريږو نو سرلوړي به وو او یوه ورځ به مو هسکه غاړه منزل په نصیب شي.
تاندې څانګې پر فیسبوک پيدا کړئ facebook.com/TandySagy
دا او د ازادي راډیو نورې خپرونې په دې انټرنټي پته هم موندلی شئ:www.azadiradio.com
او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: shafaqN@rferl.org
یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.
Your browser doesn’t support HTML5
تاندې څانګې