چارواکي: جرمني او اروپايي هېوادونه دې افغانان له خپلو هېوادونو نه باسي

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو وزارت له جرمني او نورو اروپايي هېوادونو وغوښتل چې په اوسنیو شرایطو کې افغانان له خپلو هېوادونو ونه باسي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکارحفیظ احمد میاخېل ازادي راډیو ته وویل، اروپايي هېوادونو ته تللي افغانان اقتصادي مهاجر نه دي بلکې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د امنیت د خرابوالي له کبله اړ شوي چې دغو هېوادونو ته پناه یوسي.

د راپورونو له مخې افغانان د اوبو په خورا خطرناکو لارو او زیاتو لګښتونو اروپايي هېوادونو ته پناه وړي.

اروپايي هېوادونو ته د سفر په لاره کې، په ځلونو د پناه غوښتونکو کوچنۍ بېړۍ په سمندر کې ډوبې شوي دي.