د ولسي جرګې اداري پلاوی هغه اندېښنې پرځای ګڼي چې ویل شوي روسیه په افغانستان کې له غیرمسوولو وسله والو ډلو سره همکاري کوي.
د دې جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي نن ازادي راډيو ته وویل، ټاکل شوې چې د دغو اندېښنو د له منځه وړلو او په سیمه کې له داعش ډلې سره د مبارزې په اړه راتلونکي میاشت یوه ناسته هم جوړه شي.
نوموړي وویل، تمه ده چې داناسته په مسکوه کې جوړه شي.
دا خبرې وروسته له هغې مطرح کیږي چې امریکایې ډیلي بیسټ اونیزې راپور ورکړی چې، مسکو له طالبانو سره په مقطعه یي شکل پټ تماسونه نیولي دي.