احمدشهید: په ایران کې د اعدامونو شمېر په ډيره چټکۍ، لوړ شوی

په ایران کې د بشري حقونو په اړه د ملګروملتونو ځانګړی څارونکی احمد شهید وايي چې په تیره یوه لسیزه کې په ایران کې د اعدامونو شمېر په ډيره چټکۍ، لوړ شوی دی.

شهید ویلي چې ایران د مخدرو موادو پر قاچاق وړونکو د بندیز په ترڅ کې ښايي سږکال۱۰۰۰ تنه اعدام کړي وي.

احمد شهید پرون د ملګروملتونو عمومې اسامبلې ته وویل چې ایران د نړۍ د هر بل هېواد په پرتله زیات اعدامونه کوي.

د ملګرو ملتونو دې ځانګړي څیړونکي ویلي، په ایران کې زیات اعدامونه پر نړېوالو قوانینو تیری کوي ځکه د نړۍ په زیاتوهېوادونو کې پر اعدام بندیز دی او د هغو مجرمینو اعدام چې له تشدد سره اړیکې نه لري یا یې عمر تر 18 کلونو کم وي، د نړېوالو قوانینو مخالف کار دی.

شهید په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپلو څیړنو پر اساس ویلي چې په ایران کې سږکال نږدې ۶۹ فیصده اعدامونه د هغو کسانو وو چې د مخدرو موادو په قاچاق نیول شوي چې په دې هېواد کې د مخدرو موادو د کاروبار د زیاتیدو څرګندونه هم کوي.