روسیې په سوریه کې د خپل یوه قراردادي مامور د مړینې په اړه څيړنې پيل کړې

د روسیې د پوځ لويې څارنوالۍ په سوریه کې د خپل یوه قراردادي مامور د مړینې په اړه څيړنې پيل کړې دي.

د لویې څارنوالۍ خبرپاڼه وايي، ابتدایې څیړنې د روسیې د دفاع وزارت دا رپوټ تائیدوي چې د پوځ دې قراردادي د کورنیو ستونزو له امله، ځان وژلی دی.

خبرپاڼه ټينګار کوي چې څيړنې روانې دي او دهغه د مړینې پرټولو شرایطو به غور وشي.

خو د دې مامور د کورنۍ غړو ویلي چې یوه ورځ مخکې یې له هغه سره ټیلیفوني خبرې کړې وې، هغه خوشاله وو او دوي شک لري چې ځان به یې وژلی وي.

د روسیې چاپ نووایا ګازیتا [Novaya Gazeta] په حواله،په سوریه کې د مړه شوي قراردادي کورنۍ غوښتنه کړې چې د هغه جسد خپلواکې طبي سرچینې وڅيړي.