ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د کرکټ په نړېواله شل اوریزه سیالۍ کې د زیمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلې پر وړاندې وروستۍ لوبه وکړي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې دا لوبه د زمبابوي په بولاوایBulawayo کې ترسره کیږي.
افغان له دې وړاندې له زیمباوې څخه د پنځوس اوریزو لوبو سریز یا سلسله ګټلې او یوه شل اوریزه لوبه یې هم وړې ده.