په افغانستان کې د زلزلې له کبله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې تازه شمېرې

ازادي رادیو په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د بې سارې زلزلې د مرګ ژوبلې او مصیبت ځپلو په اړه تازه شمېر په ګوته کوي.

دغه زوروره زلزله چې تېره ورځ له غرمې وروسته د ۰۱:۴۰ دقیقو په شاوخوا کې وشوه، د بدخشان، پروان، بغلان، تخار، کندز، نورستان او ننګرهار ولایتونو ځینې سیمې یې ولړزولې.

د افغانستان پر دغو ولایتونو سربېره، یادې زلزلې په پاکستان، هندوستان او بنګله‎دېش کې هم خلکو ته زیانونه اړولي.

د امریکا متحده ایالاتو د سروې او جیالوجې ادارې، د دغې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ ښودلې ده.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجراییه رییس له زلزلې وروسته، د اظطرار کمېټې له مسوولینو سره په یوې فوق‎العاده ناسته کې، د اړوندو ادارو مسوولینو ته دنده وسپارله چې د پېښې له زیانمن شویو سره دې بيړنۍ مرستې وکړي.

د دغې زلزلې قوت ۷.۵ درجې ریکټر ښودل شوی دی.

ازادي رادیو چې له سیمه‎ییزو چارواکو څخه د زلزلې د مرګ ژوبلې شمېرې اخیستي، د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د اماده‎ګۍ په چارو کې د دولت وزیر ویس برمک وايي، دغې پېښې په کابل ښار کې دوه او په ټول هېواد کې، شپږ ۷۶ تنه وژلي او ۲۶۸ تنه‎یې ټپیان کړي دي.

همداراز له بدخشان ولایت څخه چې د زلزلې مرکز ګڼل کېږي، راپورونه وايي چې د دغه ولایتپه ۲۹ ولسوالیو کې لسګونه کسان وژل شوي او ګڼ شمېرکورونه ویجاړ شوي دي.

د دغه ولایت چارواکي له مصیبت ځپلو سره د مرستو غوښتنه کوي.

د دغه ولایت مرستیال والي محمد بیدار په دې اړه داسې څرګندونې کړي: " د تېرې ورځې په زلزله کې ۱۵ کسان مړه، ۴۵ تنه ټپیان او ۲ زره او ۷۴۰ نړېدلي دي. موږ هڅه کوو چې له مصیبت ځپلوسره مرستې وکړو."

د پروان مرستیال والي شاه ولي شاهد ازادي رادیو ته ویلي چې، په دغې پېښه کې ډیرزیان د بګرام ولسوالۍ ته رسېدلی دی.

دی وايي په پېښه کې درې کسان مړه او اته تنه ټپیان شوي دي.

دغه راز بغلان ولایت هم له پېښې خوندي نه‎دی پاتې او مرګ ژوبله وراوښتې.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ريیس محمد نصیر کهزاد په دې اړه وايي: " په دې زلزله کې دوه کسان مړه او ۳۱ تنه ټپیان شوي دي."

یادې زلزلې د ښوونځیو زده کوونکي هم ډارولي او هغوی هم نه‎دي توانېدلي له دغې زلزلې ځان وژغوري.

د تخار له ولایت څخهرسېدلي رپوټونه وايي چې په سیمه کې د نجونو د یوه ښوونځي ۱۲ تنه زده کوونکې مړې او ۳۰ تنه ټپیانې شوې دي.

همدارنګه د نوموړي ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې نور ۱۰ کسان هم ټپیان شوي دي.

نن د ننګرهار د والي په مشرۍ د یاد ولایت د اضطرار کمېټي په ناسته کې، د ولایت چارواکو وویل چې له مصیبت ځپلو سره د مرستو رسولو په مقصد سروې روانه ده.

د ننګرهار ولایت د سرې میاشتې رييس ننګیالي یوسفزي وویل: " د تېرې ورځې په زلزله کې ۲۸ کسان وژل شوي، ۱۴۰ تنه نور ټپیان او شاوخوا ۱۰۸۲ کورونه ړنګ شوي دي. دغه زیان تر ډېره د بهسودو او روداتو ولسوالیو ته اوښتی دی. په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دی."

د تیرې ورځې زلزلې د سیمې یو شمیر هیوادونه هم لړځولي دي.

په دې هکله تازه راپورونه وايي چې، په پاکستان کې یې ۲۳۷ تنه وژلي او ۱۵۰۰ تنه نور کسان یې ټپیان کړي دي.