حیدري: د افغانستان۲.۵ میلیونه خلک خوراکي موادو ته اړ دي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په هېواد کې یې د خوراکي موادو د کمیدو مخنیوي ته، تدابیر نیولي دي.

د دې وزارت چارواکو د سه شنبې په ورځ د خوړو د نړېوالې ورځې د نمانځلو په ناسته کې وویل، د دوې له تدابیرو سره سره، په دې برخه کې نړېوالو مرستو ته هم اړتیا لیدل کیږي.

که څه هم د ژمي له رارسیدو سره د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ځیني خلک، د خوراکي مواد له کموالي سره مخ کیږي، خو د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د دې ستونزې د اوارۍ لپاره یې پروګرامونه ترتیب کړي دي.

د دې وزارت چارواکو د سه شنبې په ورځ په کابل کې د خوړو د نړېوالې ورځې د نمانځلو په غونډه کې وویل، اوس مهال شاوخوا دوه عشاریه پنځه میلیونه افغانان خوراکي موادو ته اړ دي، خو خیریه موسسې کولای شي چې یوازې دوه عشاریه یو میلیون خلکو ته خوراکي مواد ورسوي.

د دې وزارت مرستیال میرامان الدین حیدري وايي، دم ګړۍ د غور، پکتیا، زابل، تخار، بامیانو، بدخشان، بادغیس، سمنګان، نورستان او جوزجان د ولایتونو خلک خوراکي موادو ته زیات ضرورت لري:

((اوس مهال زموږ د نفوسو یو دیرش فیصده د بې وزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي چې شمېر یې دوه عشاریه یو میلیون ته رسیږي.

د کرنې وزارت د راروان او نورو کلونو لپاره یو لړ پروګرامونه ترتیب کړي خو پلې کیدل یې د نړېوالو له مرستو پرته ګران دي.))

ښاغلی حیدري وايي، بې کاري د لوږې لوې لامل دی او د هېواد اکثره خلک ځني شکایت کوي.

په افغانستان کې د خوراکي موادو د کموالي ستونزه څه نوې خبره نه ده بلکې د دې هېواد خلک ورسره له کلونو کلونو راهیسې لاس او ګریوان دي.

د راپورونو له مخې په دې هېواد کې کله-کله د بې وزلۍ ستونزه دومره شدیده شوې چې له امله یې، ځینو کورنیو خپل اولادونه پلورلي دي.

د خوړو د نړېوالې ورځې د نمانځلو پرمهال یو شمېر بزګرو او صنعتکارانو د دوې محصولات او تولیدات نندارې ته ایښي وو.

دوې له حکومت او نړېوالو موسسو هیله وکړه چې له دوې سره دې، مالي او تخنیکي مرستې وشي.

په عین وخت کې د ملګروملتونو سازمان وايي چې اوس مهال په نړۍ کې یو میلیارد کسان د بې وزلۍ د کرښې لاندې ژوند کوي چې شاوخوا اته سوه میلیونه يې په وږي نس ویده کیږي.

په افغانستان کې د خوړو د نړېوال سازمان مرستیال ګوردن کریګ وویل، د یو پروګرام په جوړولو یې لاس پورې کړی چې له پلي کیدو سره به یې تردوه زره دیرشم میلادي کال پورې، په نړۍ کې هیڅوګ له لوږې شکایت ونه کړي، ده له افغانستان سره د خپلو مرستو په اړه وویل:

((د خوړو د نړېوالې ورځې په مناسبت وایم چې په افغانستان کې به د بې وزلو خلکو، ماشومانو او داسې نورو سره د مرستو په مقصد، د کرنې له وزارت سره د مرستو رسولو پر پروګرام له سره غور وکړو.))

د خوړو نړېوال سازمان له پنځوسو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او ډاډ ورکوي چې له افغان حکومت سره به د دوې مرستې، د خوراکي موادو د کمښت مخه ونیسي.

کارپوهان وايي، حکومت باید د بې کارۍ د ستونزې حل ته جدي تدابیر ونیسي څو شته ستونزه له دې زیاته نه شي.

راپور: خان محمد سیند