د روسیې صدراعظم له خپل سربیايي سیال سره پر تجارتي اړیکو خبرې کوي

د روسیې صدراعظم دیمتري مدویدیف به نن په مسکو کې د سربیا له صدراعظم الکسانډر وچیچ سره پر دوه اړخیزو تجارتي اړیکو خبرې وکړی.

د روسيې د حکومت پر رسمي ویب پاڼه ویل شوي چې دواړه لوري به د انرژۍ، ټرانسپورټ او کرهنې په برخو کې پر ګډو پروژو غور کوي.

میدویدیف او وچیچ به سبا په مسکو کې د "تکنالوژۍ او اختراع پرانیستی فورم" په نوم غونډه کې برخه واخلي.

د سربیاله صدراعظم سره په دې سفر کې دې هېواد د اقتصادي څارنې وزیر هم ملګری دی.