په فاریاب کې یوې چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي؛ په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي او یو پولیس ټپیان کړي دي.

د دې ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال سید اقا ازادي راډیو ته وویل چې پېښه نن ماسپښین په یوه بایسکل کې د ځای پر ځای شوو موادو د چاودنې له امله شوې ده.

هغه وویل چې یاد ماین په سیمه کې د تېرېدونکو امنیتي سرتېرو لپاره ځای پر ځای شوی و چې له امله یې یو پولیس ټپي شوی او رینجر موټر یې هم تخریب کړی دی.