مریم درانۍ د ملګرو ملتونو د سولې نړېواله جایزه وګټله

یوې افغانۍ نجلۍ د ملګرو ملتونو د سولې نړېواله جایزه وګټله.

ویل کیږي چې دا جایزه مریم درانۍ ته د اکتوبر میاشتې په ۲۳مه نېټه د امریکا په نیویارک ښار کې ورکړل شوې ده.

مریم درانۍ چې دغه جایزه یې د سولې او پرمختګ په نوم له شرکت څخه تر لاسه کړې؛ وايي چې د تېرو څو کلونو راپدېخوا يې د ښځو د ظرفیتونو د لوړو په برخه کې زیات فعالیتونه کړي دي.

مریم درانۍ په کندهار کې د خدیجې کبرا فرهنګي ټولنې مشره او په دغه ولایت کې د مېرمن په نوم د یوې خصوصي راډيو امتیاز هم لري.