د ترکیې په قونیه ښار کې د داعش ډلې ۳۰ غړي نیول شوي دي

د ترکیې امنیتي چارواکو نن په مرکزي ښار قونیه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش دېرش مشکوک غړي ونیول.

د داعش د وسله والو د نیولو دا عملیات وروسته له هغه کېږي چې د ترکیې امنیتي ځواکونو په کردمېشتې سیمه دیارباقر کې د دې ډلې اوه مشکوک غړي ووژل او دولس نور یې ونیول.

د دې عملیاتو په ترڅ کې دوه پولیس افسران هم ووژل شول.

ترکي چارواکو د داعش ډلې د ځپلو لپاره عملیات وروسته له هغه چټک کړل چې څه باندې دوه اونۍ مخکې په انقره کې په دوو بمي چاودنو کې له سلو زیات کسان ووژل شول.

ترکي چارواکي وايي، دا حمله د سوریې استخباراتو او کردي وسله وال له داعش ډلې سره په ګډه پلان کړې وه.