په سعودي عربستان کې د شیعه ګانو پر یوه جومات انتحاري حمله شوې

په سعودي عربستان کې پرون (دوشنبه) د شیعه ګانو پر یوه جومات انتحاري حمله وشوه چې یو تن په کې ووژل شو او ګڼ شمیر نور زخیمان شوي دي.

د سعودي عربستان د دولتي ټلویزیون په حواله؛ چاودنه د یمن پولې ته نږدې، په نجران کې شوې ده.

د اسلامي دولت وسله والو (داعش) د حملې مسوولیت واخیست او ویلي یې دي چې د اسماعیلیانو پر ضد عملیات کوي.