د لوګر چارواکي د وسله والو طالبانو هغه ادعا ردوي چې ګنې د خروار ولسوالۍ د دوې په کنټرول کې ده.
د دغه ولایت د والي ویاند سلیم صالح ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال په خروار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات روان دي.
نوموړي وویل دغه عملیات چې له تیرو څو ورځو راهیسې پیل شوې تر اوسه په کې ۷۵ وسله وال مخالفان وژل شوې دي.
خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې خروار ولسوالۍ د دوې په لاس کې ده.