د تخار چارواکي وایې چې تیره شپه په تالقان ښار کې د نجونو یو ښوونځی د نامعلومو وسله والو له خوا سوځول شوی دی.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه د پیښې علت معلوم نه دی.
نوموړي وویل چې د ښوونځي ملازمین د پولیسو له خوا نیول شوي او په دې اړه څيړنې روانې دي.
خو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې یو شمېر ښوونځي د وسله والو مخالفانو له لوري سوځول شوې دي.