میدان وردګ: پرچک ولسوالۍ د وسله والو طالبانو حمله شنډه شوې

د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي چې پر چک ولسوالۍ د وسله والو طالبانو برید یې شنډ کړی دی.

په دې اړه د میدان وردګو د والي له دفتره په خپاره شوي بیان کې راغلي دي چې وسله والو غوښتل د ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړي خو د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې د ذبیح الله په نوم د طالبانو قوماندان چې په عباس مشهور و، ووژل شو او دوه تنه ملګري یې سخت ټپیان شول.

بیان زیاتوي چې د وسله والو طالبانو ځیني نورکسان له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.

بیان کې همدا راز یادونه کوي چې په دې عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.