په اوکراین کې نن د سیمه ییزو شوراګانو انتخابات روان دي. دا انتخابات د دغه هېواد د لوېدیځ پلوه ولسمشر د بقا لپاره یو ازمېښت ګڼل کېږي.
دا انتخابات په داسې حال کې کېږي چې اوکراین له ژورو اقتصادي ستونزو او په ختیځ کې له شخړې سره مخامخ دی.
رايي ورکوونکي د هېواد له ختیځو برخو پرته چې روسیه پلوه بېلتون غوښتونکي پرې واکمن دي، په ټولو برخو کې ښاروالان او د سیمه ییزو شوراګانو لپاره د ښاروالیو استازي غوره کوي.