د کندز ـ تخار د لوی لارې موټر چلوونکي پردغه لار د وسله والو طالبانو له فعالیتونو څخه شکایت کوي.
دوی وايي، وسله وال طالبان پر دغې لاره فعالیت لري، د سورلۍ موټر دروي او مشکوک کسان له ځان سره بیایي.
موټر چلوونکو له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې د وسله والو فعالیتونو پردغه لار تلونکي مسافر اندیښمن کړي او ډير کسان پر دغه لار سفر کولو ته زړه نه ښه کوي.
دوی افغان افغان حکومت څخه د دغه لارې د امنیت د ټينګښت غوښتنه وکړه.
پر همدې مهال د کندز امنیه قومندان محمدقسیم جنګل باغ ازادي راډیو ته وویل چې دوی د دې لارې په ځینو سیمو کې امنیتي پوستې ځای پرځای کړي او هڅه به وکړي چې په پاتې سیمو کې هم امنیتي پوستې ځای پرځای کړي.