د روسیې د انټرنټ کنټرولوونکي د ټویټر له کمپنۍ څخه پوښتي چې پر دغې ټولنیزي شبکې د ټویټر کمپنۍ د یوه چارواکي هغه انتقاد چې پر روسي مشرانو یې کړی، آیا ددغې کمپنۍ رسمي نظر دی که څنګه.
"الکسي شیلیستونکو" پرون ظاهراً په قهرجنه لهجه د یوې محکمې پر هغې پرېکړې انتقاد کړی چې د حکومت د یوه مخالف مشر الکسي نافالني پر وړاندې شوې وه. شیلیستونکو پر ټویټر پاڼي لیکلي وو چې د ولسمشر پوټین په ګډون د روسیې مشران بې پروا غله دي او نن یا سبا به سزا وویني.
نوموړي وروسته لیکلي وو چې دا یې خپل شخصي ټویټر اکونټ دی او دا حق لري خپل نظر په کې څرګند کړي.
دغه کار د دې سبب شوی چې د روسیې د انټرنټ کنټرولوونکي ټویټر کمپنۍ ته یو رسمي لیک واستوسي او د دې څرګندونو په اړه وضاحت وغواړي چې آیا دا د کمپنۍ رسمي دریځ دی که د شیلیستینکو شخصي نظر.