پاکستان نشي کولای په یوه وخت کې طالبان ووژني او هم هغوی د مذاکراتو مېز ته کښېنوي.
دا خبرې د پاکستان صدراعظم نواز شريف په واشنګټن کې د سولې په انسټیټیوټ کې د خپلې وينا پر مهال وکړې. ده دا هم ويلي چې افغان ولسمشر ته يې ويلي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو زمينه برابرولو ته حاضر دی.
تر دې يوه ورځ مخکې د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د امریکا ولسمشر بارک اوباما له يو بل سره تر لیدو وروسته له طالبانو غوښتنه وکړه چې له افغان حکومت سره مخامخ کښيني او د دايمي سولې لپاره دې خبرې وکړي.
د پاکستان صدراعظم نواز شريف په خپله وينا کې د دې خبرې په اړه نور توضيحات ورنه کړل؛ خو د ده څرګندونې ډېری د امريکا هغو غوښتنو متوجه وې چې له پاکستانه يې په دغه هېواد کې دننه د طالبانو د ځپلو لپاره کړي.