ننګرهار: په هوايي حملو کې ۱۱ تنه داعشيان وژل شوي

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي د بې پیلوټه الوتکو په هوايي حمله کې ۱۱ تنه داعشیان وژلي شوي دي.

د ننګرهار ولایت د اچین ولسوال حاجي غالب مجاهد ازادۍ راډيو ته وویل چې نن غرمه مهال شاوخوا یوولس بجې بې پيلوټه الوتکې د دې ولسوالۍ د مامندو په سیمه کې د ملک نیاز په کور چې د داعشيانو مرکز په کې جوړ شوی و؛ هوايي بمبار شوی چې له امله يې اته تنه داعشيان وژل شوي.

ولسوال وايي، په دغو وژل کسانو کې د عمر په نامه یو پاکستانی چې د داعش ډلې مشهور قوماندان و شامل دی.

ولسوال غالب وايي، په ورته وخت کې بې پيلوټه الوتکو د اچین ولسوالۍ د باندر په سیمه کې هم هوايي برید کړی چې له امله يې درې تنه داعشيان وژل شوي دي.

د داعش پر وسله والې ډلې دا هوايي بریدونه داسې مهال کیږي چې د ولسوالۍ د مسوولینو په خبره د داعش وسله والې ډلې اوس دفاعي حالت نيولی دی.