دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
دفاع وزارت په یوه بیان کې چې نن خپور شو؛ ویلي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې اتیا تنه وسله وال وژل شوي او نژدې څلوېښت نور ټپیان دي.
دفاع وزارت په خپل بیان کې د ملي اردو د دیارلسو سرتېرو د وژل کېدو خبر هم ورکړی.
دفاع وزارت وايي چې یوازې پنځه ویشت تنه وسله وال مخالفین د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
په بیان کې همداراز له وسله والو مخالفینو څخه د وسلو او مهماتو د ترلاسه کېدو یادونه هم شوې.