د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي ټیمونه به سبا (شنبه) په وروستۍ نړېواله یو ورځنۍ مسابقه کې مخامخ شي.
دا مسابقه د دواړو ټیمونو لپاره مهمه ده؛ ځکه چې ګټونکی یې د پنځو یو ورځنیو مسابقو د لړۍ یا سریز بریالی ټیم ګڼل کېږي.
افغانستان پرون د دې لړۍ په څلورمه لوبه کې زیمبابوې ته په درېیو ویکټونو ماتې ورکړه.
تر دې مخکې دوې مسابقې زیمبابوې او یوه افغانستان ګټلې وه. خو د افغانستان پرونۍ بریا دواړه ټیمونه مساوي کړل. د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې مسوول فرید هوتک هیله څرګنده کړه چې پنځمه مسابقه هم افغان لوبغاړي وګټي.
ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه د پنځوس اوریزو سیالیو پر دې لړۍ سربېره دوه شل اوریزې لوبې هم وکړي.