جان کري او بنیامین نتنیاهو په منځنۍ ختیځ کې د شخړو د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري او د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په منځنۍ ختیځ کې د وروستیو شخړو د سمدستي پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.

دغو دواړو نن په برلین کې سره ولیدل. جان کري د ټولو شخړو د مخنوي خبره وکړه، خو نتنیاهو خپلو تیرو تورونو ته اشاره وکړه چې د فلسطیني ادارې مشرمحمود عباس دغو شخړو ته خلک تحریکوي.

نتنیاهو وویل، د فلسطنیانو له لوري د اسراییلیانو پرضد وروستي بریدونه د فلسطنیني ډلو او محمود عباس په تحریک ترسره شوي دي، چې د اسراییل او د مقدسو ځایونو په اړه درواغ وایي او همدې شخړو ته لاره پرانیستې ده.

د اسراییلیانو او فلسطینیانو تر منځ په بیت المقدس کې د ځینو سپیڅلیو ځایونو پر سر په وروستیو کې شخړې رامنځته شوې دي. دغې سیمې ته یهودان د هیکل غر وایي او دا دوی ته سپیڅلی ځای دی او فلسطینیانو ته د اقصی د جومات یوه برخه ده.

جان کري به بیا د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره د شنبې په ورځ په اردن کې وګوري.

د اسراییلیانو او فلسطینیانو تر منځ د وروستیو شخړو په ترڅ کې لس اسراییلیان ، اووه څلویښت فلسطینیان او یو عرب اسراییلی وژل شوي دي.