د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن برلین ته ورسید

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري نن برلین ته ورسید څو د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د منځني ختیځ د وروستیو شخړو په اړه خبرې وکړي.

جان کري به بیا د فلسطیني ادارې له مشرمحمود عباس سره د شنبې په ورځ په اردن کې وګوري.

د اسراییلیانو او فلسطینیانو ترمنځ په بیت المقدس کې د ځینو سپیڅلیو ځایونو پر سر په وروستیو کې شخړې رامنځته شوې دي.

دغې سیمې ته یهودان د هیکل غر وایي او دا دوی ته سپیڅلی ځای دی او فلسطینیانو ته د اقصی د جومات یوه برخه ده.

فلسطینیانو اسراییل تورن کړی دی چې غواړی په دې سیمه کې تغییرات راولي، په دې سیمه کې یهودانو ته اجازه شته چې ورشي خو حق نه لري چې عبادت وکړي.

د اسراییل صدراعظم دا تورونه رد کړې دي.

په ورته وخت کې اسراییلي پولیس وایي چې دوی نن پر دوو عربو چې یو اسراییلی یې په چاړه وواهه ، ډزې وکړې او سخت یې ټپیان کړل. دا پیښه د بیت شیمش په ښار کې رامنځته شوې ده. ټپي شوی اسراییلی برسیرن ټپي شوی دی.
د اسراییلیانو او فلسطینیانو تر منځ د وروستیو شخړو په ترڅ کې لس اسراییلیان ، اووه څلویښت فلسطینیان او یو عرب اسراییلی وژل شوي دي.