حکیمي:په افغانستان کې ځای پرځای شوي ماینونه لاهم یوستر ګواښ دی

د ام ډي سي (MDC ) د ماین پاکۍ موسسه وایې، په افغانستان کې ځای پرځای شوي ماینونه لاهم د دغه هېواد لپاره یو ستر ګواښ دی.

د دغې موسسې مشرشهاب حکیمي ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې اتیا فیصده سیمې له ماینونو تصفیه شوي خو لاهم په شل فیصده سیمو کې ماینونه شته. ده وړاندي وویل:

((په ۵۵۷ کیلومتره ساحه کې ماینونه پاتې دي. دا ساحې د پلان پر اساس پاکیږي. علاوه پردې دا سیمې ټول په ۲۵۸ ولسوالیو کې موقعیت لري.))

ښاغلي شهاب وویل، له ماینونو څخه د دغو سیمو پاکیدل به تر ۲۰۲۳ کاله پورې وخت و نیسي.