د غزني د جغتو ولسوال د طالبانو له خوا ووژل شو

د غزني د جغتو ولسوال محمد داود ګلستاني نن سهار د طالبانو له خوا ووژل شو.

له سیمې د ازادي راډيو خبریال د چارواکو په حواله خبر ورکوي، چې نوموړی د درې کلا په نوم سیمه کې وژل شوی دی.

د یوبل خبرله مخې، د ملي امنیت عمومي ریاست په کندهار کې د طالبانو یوه اووه کسیزې ډله نیولې ده.

د دې کسانو د نیولو د وخت په اړه د ملي امنیت په خپاره شوي بیان کې معلومات نه دي خپاره شوي.