جوبایډن: د ۲۰۱۶ کال د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته به ځان کاندید نه کړم

د امریکا مرستیال ولسمشرجوبایډن وایي، دی به د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندید نه کړي.جو بایدڼ تیره ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل:

((له بده مرغه، زه داسې انګیرم چې وخت تیر دی، خو مهم وخت دی چې په یوه خوله د ګټلو کمپاین، د نوماند لپاره مخته یوسو.))

د دیموکراتانو په کاندیدانو کې اوس هیلري کلنټن تر نورو مخکښه ده. یو شمیر څیړونکي په دې باور دي، که بایډن ځان کاندید کړی وای نو د هیلري کلنټن انتخاباتي هلې ځلې به یې اغیزمنې کړې وې.

له څو میاشتو راهیسې داسې اوازې وې چې جو بایډن به د ډیموکراتانو له لورې ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړي.